IQNA

د جرمني  کتابتونونو ته د اسلامی او عربی خطي نسخې څرنګه رسیدلي ؟

10:20 - April 13, 2025
د خبر لمبر: 3490948
ایکنا – د جرمني په درو لویو عمومی کتابتونونو کې د څلویښتو زرو عربی او اسلامی خطي نسخو  د ساتلو د شرائطو دقیقه اروزنه، د اروپا،مینځني ختیځ،او شمالی افریق ترمینځّ د څواړخیزې او بدلیدونکي رابطې د ځينو جذابو اړخونو بیانونکې  ده.

د جرمني  کتابتونونو ته د اسلامی او عربی خطي نسخې څرنګه رسیدلي ؟ایکنانیوز د الجزیره  ټیلیکس له قوله راپور راکوي،په اروپا کې د عربی، ترکيه اي او فارسي خطي نسخېد اسلامی ادبیاتو او هنر په شان، په مینځنیو پیړیو پړاؤ کې د ډيپلوماټيکو ،تجارتي او پوځي ارتباطاتو له لارې د جرمني ژبه ویونکو هیوادونو ته ورسیدې.

 له دوي ځیني نسخې د ارزښتمنو او کم موندونکو  ډالیو په توګه د اشرافو او امپراتورانو  خزانو ته واردیدیدلې او ځینی نوره هم جنګی غنیمتونه وو.؟د اسلامی هنری آثار او خطي نسخې  چې  اروپا ته رسیدلي ، زیاتره  د کلیسا له خزانو او اشرافو سره اړونده وې، په داسې حال کې چې په اروپا کې د اسلامی او ختیځي خطي نسخو ټولګې  له اولسمې تر نولسمې  پیړیو پورې له عثماني  امپراتورۍ سره  د نزدې ارتباط له لارې بڼه وموندله.خو د سیاسی نظام د سکولرزایز کیدا او د سیاسی پراختیا په دلیل چې د کلیسا پر خزانو ئې اغیزې شیندلې،دغه زیاتره ټولګې  خوارې وارې وې او  طبقه بندي شوي نه وې.

 دهغو شرائطو دقیقې ارزونې چې  په هغو کې د جرمني درو لویو عمومی کتابتونونو ته ۴۰ زره عربی خطي نسخې  رسیدلې وې، د اروپا ، مینځني ختیځ او شمالی افریقا ترمینځ دڅو اړخیزو او بدلیدونکي رابطې ځیني جذاب اړخونه بیانوي .

 د ګویټا څيړنیز کتابتونو کې موجودې ختیځي خطي نسخې ددې واقعیّت ښه مثال دی چې د شوروي اتحاد جمهوریتونو ته د خطي نسخو منتقلیدا لازما د هغوی دبې درکه کیدا په معنا نه ده . ځکه  د شوروي اتحاد جمهوریتونو ته په ۱۹۴۶ کال کې څه دپاسه درې زره خطي نسخې منتقلې شوي او په ۱۹۵۶ کال کې د سټالین له مرګ درې کاله وروسته  له کوم تاوان رسیدا پرته بیرته ګرځول شوي دي.

نحوه ورود نسخ خطی عربی به کتابخانه‌های آلمانی

د سټیکر په وینا ، په هغې مطالعې کې چې د هامبرګ پوهنتون په وسیله خپره شوې، د جنګ د نتیجو په دلیل  له ځينو پوهنتونونو څخه  ډیری خطي کتابونه او نسخې غلا شوي دي.

په جرمني کې د ختیځي خطي نسخو ترټولو ستره ټولګه د برلین په کتابتون کې ساتل کیږي چې په ۱۶۶۱ کال کې د پرویشیا د پاچا فرډریک ویلیّم اول په وسیله تاسیس شوی او د خپلو  استعماري او تجارتي زیات غوښتنو  د بشپړتیاپه توګه ئې د عربی، فارسي، ترکیه اي، ایتوپیائي، قبطي، هندي او چیني خطي نسخو د اخستو فرمان صادر کړ.

دوهم کتابتون په میونیخ کې په باواریا صوبې کې وقاع شوی او دمګړئ کابو څلور زره دوه سوه اسلامی خطي نسخې  پکې ساتل کیږي.

 د شلمې پیړۍ په دوهمې نیمائي کې د اسلامی او ختیخي خطي نسخو شمیر د میونیخ د دوو کتابتون ساتونکو (لائيرییّن) د رول په دلیل چې له هغو یوه د قرآن له نسخو سره خاصه لیوالتیا درلوده،  په اوڅاره توګه زیاتې شوې.

نحوه ورود نسخ خطی عربی به کتابخانه‌های آلمانی

جنګی غنیمتونه !

د ا روپایانو اوعثمانیانو په نښتو او جګړو کې د جرمني کتابتونونو په عجیبه رودو سره یو لړ ارزښتمنې خطي نسخې ترلاسه کړې.د  ګویټا پخوانی کتابتون په خطي نسخو کې ۷۴ ختیځي خطي نسخې موجودې د ي چې له هغو ځيني داسې یاددښتونه  لري چې ښئ دا د غنیمت په توګه  دجرمني په اختیار کې ورغلي دي.په دغو خطي نسخو کې  د قرآن او نبوي سنت څځه ځیني برخې  هم  شاملې دي.

پر دې اساس، د جرمني کتابتونونو ته د عربی خطي نسخو دمنتقلیدا په لومړنۍ مرحلې کې،له دې مخکې چې جنګونه،غلاګانې او غنیمتونه د عربی خطي نسخو اصلی سرچینه شي،اقتصادي او استعماری ګټو مهم رول لوبولی دی.

https://iqna.ir/fa/news/4275857

captcha